د حق او عدالت ګوند

د ژبی ټاکل زموږ په اړه
کور پاڼه مطبوعات تشکیلات عضویت زموږ سره اړیکه

تاريخ زموږ ملت يو ځل بيا د سختې ازموينې سره مخامخ كړې دی. اوس مهال له يوپلوه د هيواد د جوړونې لپاره ډير ښه اوم هم تاريخي فرصت زموږدخلكوپه لاس كې دی او له بله پلوه زموږ هيواد د خپل پايښت لپاره د لوی ګواښ

سره مخاخ شوی دی. دا لومړی ځل دی چې د نړيوال ځواک ګټې او امنيت زموږ د ملي ګټو سره مطابق او همغږي شوي دي، پرهمدې بنسټ دهيواد نړيوال متحدين هڅه كوي چې د تروريزم او مخدره توکو په وړاندې په مبارزه کې سولې او دوامدار امنيت، نظام جوړونې او اقتصادي بيا رغونې او ټولنيز بنسټونو په تقويه کې زمونږ د هيواد او ملت سره مرسته کوي. بې له شكه دغه ګډو هڅو انكار نه منونكې لاس ته راوړنې زموږ د ملت په برخه كړي دي. خو په هيواد كې د تغير او تحول بهير دكورنيو، بهرنيومعينو كړيو، دسيمې او نړۍ دتروريستانو دګټو په وړاندې پرتې دي چې په نتيجه كې يې ډارونكي تروريستي جګړې دهيواد په وړاندې په لاره اچولي دي، دغه تپل شويو جګړو امنيت، بيارغونه، حتی د نظام سمون د لوی ګواښ سره مخامخ كړی دی. دمسئلې تريخ حقيقت دا دې چې زموږ حاکم دولت د موجوده خطرناكو بحرانونو څخه د هيواد د خلاصون لپاره د جګړې او دملي او نړيوال مديريت دهڅو درهبرۍ څخه عاجزه دی حتی په ډيرو مواردو كې خپله دبحرانونو دايجاد سبب شوی دی چې دملت دلاډيرې ناهيلۍ او نګرانۍ لامل شوې. زموږ ملت هره ورځ په جدي نګرانۍ سره دهيواد شاته تګ ويني. دغه حساس وضعيت دټولنې دټولو متخصصو، روڼ اندو، هيواد پالو او ژمنو ځواكونو تعمق غواړي ځكه چې دافغانستان دپرمختګ او ودې او په يو ديموكراتيكه، پاثباته او په پرمخ تللې ټولنې ددې هيواد دتبديلولو دپاره ډير دباوروړ فرصتونه شتون لري، ډول، ډول متعدد خطرونه دافغانانو دغه ګډ كور په جدي توګه ګواښي. ددې تاريخي رسالت په پوره پوهيدو سره ددې سياسي خوځښت بنسټ ايښودونكي ژمن شوي ترڅو موجوده سياسي جريان په هيواد كې په يوباوري ځواك تبديل كړي او ددې لوی ملي ارمان په تامين كې دفعالې برخې اخيستنې په موخه حاضره مرامنامه ترلاس لاندې ونيسي.


د حق او عدالت ګوند قطنامه

وروسته له څو لسيزو جنګ جګړو او سياسي بحران څخه په افغانستان کې د نوي باب په پيليدو د سياسي فضا په پرانستنه او ديموکراسي نه په تجزيې سره هيواد ته د سولې، عدالت، پرمختګ او انکشاف مناسب فرصتونه رامنځ ته شو. خو له بده مرغه د ناکاره سياسي مديريت او نړيوالي ټولنې د سياستونو نه همغږۍ دا نګرانۍ را منځ ته کړه داسې نه چې دغه فرصوتونه له لاسه ووځي. ددغه نګرانۍ په درک سره د هيواد يو لړ متعهد بچيانو، ښځو، او نارينه ؤ، ...

 بشپړمتن

د حق او عدالت ګوند مرامنامه

پښتو ترجمه: »ای مومنانو! بايد دالله لپاره کلک و دريږئ په عدل او انصاف شاهدان اوسی. ديوه قوم دښمني او کينه بايد تاسې د انصاف پريښوولوته و نه هڅوی. انصاف وکړئ. انصاف تقوی ته نژدې دی او له الله نه وډارشئ بې شکه چې الله ستاسې په ټولو کړنو ډير ښه خبر دی.« قرانکرم ټکی په ټکی او روانه ترجمه، ليکونکی: مولوی جانباز سرفراز، پيښور ۲۰۰۶ 

بشپړمتن


د حق او عدالت ګوند اساسنامه

پښتو ترجمه: »ای مومنانو! بايد دالله لپاره کلک و دريږئ په عدل او انصاف شاهدان اوسی. ديوه قوم دښمني او کينه بايد تاسې د انصاف پريښوولوته و نه هڅوی. انصاف وکړئ. انصاف تقوی ته نژدې دی او له الله نه وډارشئ بې شکه چې الله ستاسې په ټولو کړنو ډير ښه خبر دی.« قرانکرم ټکی په ټکی او روانه ترجمه، ليکونکی: مولوی جانباز سرفراز، پيښور
۲۰۰۶
بشپړمتن